د ولسمشر غني د عامه او ستراتېژیکو اړیکو د دفتر مرستیال محمد هارون چخانسوري وايي، له طالبانو سره د سولې خبرو ته چمتو یو او په دې اړه هېڅ شرط نه وړاندې کوو. ده تېره ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، افغان حکومت له طالبانو سره د سولې په خبرو کې هېڅ شرط مخکې نه وړاندې کوي او که طالبان د سولې خبرو ته چمتو وي؛ نو له افغان حکومت سره دې د سولې خبرې وکړي. د چخانسوري په خبره، د افغان حکومت د سولې اړوند طرحه به نن د کابل پروسې په ناسته کې روښانه شي. تېره ورځ طالبانو یو ځل بیا له امریکا سره مخامخ د سولې خبرو لپاره د چمتووالي خبره کړې وه. تراوسه امریکا له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو له دې وړاندې یې ویلي چې طالبان باید له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي. طالبانو په خپلو مخکېنیو اعلامیو کې ویلي وو، چې د جګړې له اصلي لوري«امریکا» سره د سولې خبرې کوي؛ ځکه روانه جګړه امریکا پیل کړې او د افغان دولت صلاحیت او واک هم له امریکا سره دی. طالبانو د سولې په خبرو کې د بهرنیو ځواکونو وتل یا نړیوال تظمین ورکول او په افغانستان کې د شرعي نظام قایمول دوه مهم شرطونه وړاندې کړي، چې له دواړو سره امریکا او افغان دولت مخالف دي. افغان حکومت له طالبانو سره د بې قید او شرط د سولې وړاندیز داسې مهال کړی، چې نن په کابل کې د ۲۵ هېوادونو او ټولنو استازي د کابل پروسې په غونډه کې برخه اخلي. افغان دولت د سولې په خبرو کې د طالبانو پر ځای له پاکستان سره په خبرو ټینګار کوي، چې تراوسه یې کومه مثبته پایله نه ده ترلاسه کړې.
