پنجشنبه , مارچ 4 2021
کور / خبرونه / پاکستان / افغان حکومت په غزني کې د پاکستاني جګړه مارانو په اړه شواهد لري

افغان حکومت په غزني کې د پاکستاني جګړه مارانو په اړه شواهد لري

حکومتي سرچینې وایي، چې وسله والو طالبانو او د پاکستان استخباراتي ادارې د راتلونکي اوربند د سبوتاژ کولو په موخه پر غزني برید وکړاو ډیر ژر به په دې اړه شواهد له پاکستان سره شریک کړي. وسله والو طالبانو د تیرې جمعې په شپه پر غزني ښار ډله ییز برید وکړ، چې تر پنځو ورځو جګړو وروسته په غزني ښار کې ارامي شوه او په دې جګړه کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. ولسمشر اشرف غني غزني ته سفر وکړاو د بیارغولو لپاره یې د ۲۰ میلیونه ډالرو اعلان وکړ. بلخوا دافغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، چې د پاکستان استخباراتي ادارې ( ای ایس ای) له تیرو څو اونیو راهیسې پر غزني د خونړي برید پر پلان کار کاوه. سرچینه وایی، د ولس او طالبانو ترمنځ د رامنځته شوې همدردۍ له منځه وړلو او ددوی ترمنځ داړیکو خرابولو لپاره چې په بل اوربند کې داسې ونه شي، پر غزني برید وشو. دغه سرچینه همدا راز وايي چې ټول اسناد او شواهد یې تیار کړي دي چې د پاکستان له حکومت سره به یې شریک کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *