سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / پاکستان / افغان دولت یو وار بیا پاکستان سره سوداګرېزې ستونزې حل کوي

افغان دولت یو وار بیا پاکستان سره سوداګرېزې ستونزې حل کوي

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي له پاکستان سره د سوداګرۍ پر مخ را منځته شوې ستونزې پر هوارېدو دي. د دې خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، تېره پنجشنبه يې په اسلام اباد کې د سوداګریزو پلاوو تر منځ خبرې اترې مثبتې تمامې شوې دي. هغه ازادۍ راډیو ته وویل، هلته پرېکړه شوې چې سیاسي مسائل به له سوداګرۍ سره نه شريکوو. د الکوزي په وینا په پرېکړه لیک کې يې پر دواړو دولتونو غږ کړی چې د نړیوالو اصولو په پام کې نیولو سره دې سوداګریزې چارې برابرې شي. له پاکستان سره سوداګریزې اړیکي وروسته له هغه ترینګلې شوې، چې د دې دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي حالات خړ شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: