جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغان دیبلوماتان د پاکستاني دولتي هکرانو تر برید لاندې

افغان دیبلوماتان د پاکستاني دولتي هکرانو تر برید لاندې

پاکستان کې د افغان سفارت سرچینو مخصوصو رسنیو ته ویلي، چې ځینو مامورینو ته یې روانه میاشت د ګوګل له خوا خبرداری ورغلی، چې ګني هکران یې د برېښنالیکونو د پټو نومونو غلا کولو هڅه کوي.
تېره اونۍ، د بښنې نړیوال سازمان هغه جزییات په ډاګه کړل چې د پاکستان پر پوځ د نیوکه کوونکو فعالانو پر کمپیوټرونو او ټیلېفونونو د ویروس د نصبولو هڅې شوې وې.

پوځ د استخباراتو د ملامتۍ په تړاو ددغو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

وروسته تر هغه چې ګوګل افغان دیپلوماتانو ته خبرداری ور واستاوه، د یوه افغان دیپلومات برېښنالیک هک شو او پخپل سر به یې مشکوک ضمیمه شوي فایلونه استول، خو دی نه و پرې خبر.

په دا ډول برېښنالیکونو کې د پښتون ژغورنې غورڅنګ په څېر د مشهورو پرلتیانو د غونډو انځورونه هم وو. په حقیقت کې دغه ضمیمه شوي فایلونه کرکجن ښکارېدل، خو د ډاونلوډولو وړ نه وو.

پښتون ژغورنې غورځنګ پر پاکستاني پوځ تور لګوي چې په هېواد کې یې د ترهګرۍ ضد جګړې په پلمه د بشري حقونو اړوند جرمونه کړي.

د دغه غورځنګ ملاتړ او بنسټګر څو سوله ییز پرلتونه کړي، خو لانجمن شوي ځکه دي چې د پاکستان پر استخباراتي ادارې په نامعمول ډول مستقیمې نیوکې کوي.

4 تبصرې

  1. Hroyij tyltvf cialis usa Rthpkd opvqge super cialis cialis 10mg

  2. online pharmacopoeia no one-time you determination require how to use. ciamedusa.com Sutysj edydod

  3. when will viagra be generic buy viagra buy real viagra online

  4. is viagra over the counter viagra viagra coupon

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: