پنجشنبه , سپتمبر 24 2020
کور / خبرونه / پاکستان / اسلام اباد کې افغان سفیر د پاکستان د پوځ مشر سره لیدنه کړی ده

اسلام اباد کې افغان سفیر د پاکستان د پوځ مشر سره لیدنه کړی ده

په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر ‌زاخېلوال وايي، د پاکستان له پوځي مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره يې نن د زیارت- پنجشنبې په ورځ د لیدنی په وخت د دواړه ملکونو تر منځ پر بېلابېلو مسئلو خبرې اترې شوې دي.

افغان سفیر پر ټویټر ویبپاڼه باندې په یو پېغام کې ویلي، د پاکستان له پوځي مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره يې په شوي لیدنه کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر مهمو اړخونو تفصیلي خبرې اترې وشوې.

نوموړي ویلي د پاکستان او افغانستان تر منځ په ازاده توګه د خلکو د تګ راتګ، د تجارتي سامانونو وړلو راوړلو، د کابل پروسې د دویمې غونډې، دواړو هېوادونو ته پر ور پېښو چېلنجونو او تر خپل منځ د بې باورۍ لرې کولو پر ضرورت یې خبرې وکړې.

دا خبرې په داسې حال کې شوي چې د پاکستان د خارجه دفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل نن په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي، پاکستان به د افغانستان د سولې په عمل کې خپل مثبت کردار لوبوي.

نوموړي ویلي په افغانستان کې د سولې او ارامۍ لپاره پاکستان د کابل پروسې په دویمه غونډه کې په فعاله توګه برخه اخیستې او زیاته کړې یې ده چې پاکستان له خپل ګاونډي هېواد افغانستان سره تجارت زیاتول غواړي.

يو پاکستاني چارواکي ويلي سږ کال د پاکستان او افغانستان تجارت ۵۰ فيصده کم شوی دی چې څېړونکي يې علتونه د دواړو هيوادونو تاوجنې اړيکې او وخت په وخت د ګډې پولې بندېدل ګني.

د پاکستان او افغانستان تر منځ په وروستیو کې اړیکې د تاوتریخوالي ښکار دي. افغانستان او امريکه پر پاکستان تور لګوي، چې پر خپله خاوره ترهګرو ته پناه ځايونه ورکوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي دوی پر خپله خاوره د ترهګرو په ضد کوټلي عمليات کړي او اوس ترهګر د پولې له پورې خوا پر دوی ترهګرې حملې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: