سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / افغان طالبان سولې ته چمتو دي

افغان طالبان سولې ته چمتو دي

وسله والو طالبانو ویلي له امریکا سره خبرو ته تیار دي. وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د روانې جګړې د سوله ییز حل غوښتونکي دي. په خبرپاڼه کې راغلی چې امریکا باید د طالبانو له سیاسي دفتر سره د مخامخ خبرو لپاره تیاره شي او طالبانو د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره تیار دي. وسله والو طالبانو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې مرستیالې آلیس ویلز له څرګندونو وروسته دغه خبرپاڼه خپره کړې ده. نوموړې ویلي وو، چې د سولې دروازې لا هم د طالبانو پر مخ پرانیستې دي. وسله والو طالبانو ویلي، چې دوی د افغانستان د جګړې خاتمه غواړي او په دې اړه یې مخکې هم د امریکا ولس او کانګرس ته لیک استولی و. ددوی په وینا امریکایان باید له افغانستان ووځي او دلته خپل نظامي فعالیتونه ودروي نو طالبان سولې ته تیار دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *