دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک سخت ټپي شوی دی

افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک سخت ټپي شوی دی

د ازادو سیالیو یا فري فایټ افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک سخت ټپي شوی دی. پر احمد ولي هوتک د شپې وسله والو کسانو برید کړی. د هوتک د ترور زوی فهیم وايي چې، د احمد ولي هوتک درملنه کېږي او ډاکترانو ورته ویلي چې روغتیايي حالت یې ښه دی. د فهیم په وینا احمد ولي نن روسیې ته د سیالۍ لپاره روان وو او تېره شپه بګرامیو سیمې ته له خپل روزونکي سره د خدای پامانۍ لپاره ورغلی وو چې د بېرته ستنېدو په لار کې یې بریدګرو موټر درولی، ډزې یې پرې کړي، او په چړو او سوکانو یې وهلی دی. فهیم وویل چې د هوتک ډېر ټپونه پر خېټه، سر او سترګو دي. هوتک شاوخوا درې میاشتې په امریکا کې تمرینونه وکړل چې له خپل روسي سیال مکسیم شیکین سره سیالۍ ته تیار شي. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو په پېښه توند غبرګون ښودلی او له حکومت نه یې د عاملینو د نیولو غوښتنه کړې.احمد ولي هوتک تر دې دمه په اتو نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی چې اووه یې ګټلې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *