پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / افغان هزاره ګان په سوریه کې د ۲۰ ډالرو له پاره خپل ژوند پلورې

افغان هزاره ګان په سوریه کې د ۲۰ ډالرو له پاره خپل ژوند پلورې

واشنګټن پسټ په یوه اوږده مطلب کې له هغو کسانو سره خبرې کړې دي، چې د ایران په ملاتړ په سوریه کې جګړه کوي. واشنګټن پوسټ لیکي، دغه کسان د ایران په مالي ملاتړ او ددوی په غوښتنه په سوریه کې جګړه کوي او دا د ځان لپاره ویاړ بولي. سرچینه زیاتوي ایران د فاطمیون په ډله کې دغه کسان راټول کړي دي او د جګړې لومړۍ کرښې ته یې استوي. دوی ته هره میاشت شپږ سوه ډالر معاش ورکول کېږي او شمېر یې هم له ۱۲ زرو کسانو نیولی تر ۱۸ زرو کسانو پورې دی. امریکا وايي نه یوازې افغانان بلکې د ډيرو هېوادونو وګړي د ایران لپاره نیابتي جګړه مخ ته وړي. اسرایيل بیا وايي چې ایران په سوریه کې د بېلو هېوادونو ۸۰ زره کسان د جګړې لپاره ګومارلي دي. له سوریې، هرات او ځینو نورو ولایتونو ته راستانه شوي جګړه کوونکي وایي، چې دوی د جګړې په لومړۍ کرښه کې وو او په دغه جګړه کې وژل کېدونکي کسان تر ډېره افغان هزارګان دي. په دې کې داسې کسان هم شته چې له خپلو کورنیو پټ په دغه جګړه کې برخه اخلي. را ستانه شوي کسان وایي چې دوی هلته له سختیو سره مخ کېږي، خو دا هر څه ځان ته ویاړ ګڼي او خپلو ورته فعالیتونو ته به ادامه ورکوي. دوی دا هم وايي چې د جګړې لپاره هېچا مجبور کړي نه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *