جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / پاکستان / افغان ولس مشرپاکستان ته وايي که د تورخم دلار په تړلو مونږ ډاروي نو تر ابده يي وتړه

افغان ولس مشرپاکستان ته وايي که د تورخم دلار په تړلو مونږ ډاروي نو تر ابده يي وتړه

ولسمشر غني یو ځل بیا پر وسله والو ډلو غږ وکړ چې د سولې پروسې سره یو ځای شي. ولسمشر محمد اشرف غني چې نن یې د سولې په اړوند د مدني ټولنو، ځوانانو او ښځو ملي مشورتي کنفرانس کې، خبرې کولې وویل؛ که افغانان یاست، نو اختیار مو ګاونډي هېواد ته مه ورکوئ، هغوی نه غواړي چې سولې ته ورسېږئ. نوموړي دغه راز وویل، د افغانستان تاریخ ته په کتو هر ځل چې دې ملت همت او تفاق کړی ډیر ستر ستر کارونه یې کړي دي. غني وویل خلک زموږ له پرون، نن او سبا څخه ډ‌ارېږي ځکه مو په خپل کور کې په ارامه ژوند کولو ته نه پرېږدي. ولسمشر غني د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه، موږ په دې نېت نه یوو چې د چا کور ونیسو، بلکې غواړو په خپل کور کې ارام او په عزت ژوند وکړو. هغه وویل پاکستان سره هم د سولې هر اړخیزو خبرو ته چمتو یو او که دوی غواړي د تورخم دروازې پر بندولو موږ ووېروي نو د ساعتونو او ورځو په مخه نه، په کلونو دې وتړي. ولسمشر په داسې حال کې د تورخم په اړه داسې څرګندونې کوي چې، ویل کیږي تورخم دروازه له دریو ورځو را هیسي د بار وړونکو موټرو پر مخ د پاکستاني چارواکو لخوا بنده شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: