دافغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي په هیواد کې د غیر مسوولو وسله والو شتون د منلو وړ نه دی اؤ باید نور دا وضعیت بدل کړل شي.
ولسمشر اشرف غني بلخ ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځنن (پنجشنبه) هغه غونډه کې چې د وسله والو ځواکونو لوړپوړو منسوبینو او د ۲۰۹شاهین قول اردو، افسرانو، سرتېرو اوبریدملانو په ګډون د دغې قومندانۍ په مقر کې جوړه شوېوه، ګډون او وینا وکړه.
ښاغلي غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو اوهڅو قدرداني وکړه وې ویل “تاسو په خپلې ملي ژمنې دافغانستان بقا تامین کړه، زه د وسله والو ځواکونو د اعلیسرقومندان په توګه او همدارنګه د افغانستان خلک هر یو پهتاسو ویاړي”
ولسمشر د هوايي ځواکونو هلې ځلې او د دښمن د ځپلو پهخاطر په نظامي عملیاتو کې د هغوی ونډه، د ماینونو پهشنډولو کې د انجنیرۍ ټیم، د ملي اردو ځانګړي ځواکونه، مليامنیت او پولیس وستایل.
هغه وویل “د څلور کلن امنیتي پلان سره سم به افغانستان دپایدار امنیت د ټینګښټ په خاطر خپلو موخو ته ورسېږي اوزموږ د هوايي ځواک په شمول به وسله وال ځواکونه لا زیاتتجهیز شي”
ښاغلي غني ټینګار وکړو چې ملي امنیتي او دفاعي ارګانونهباید د مسلکيتوب په لور هڅه وکړي او له سیاسته لرې اوسي.
هغه زیاته کړه، په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې به داصلاحاتو بهیر دوام کوي او د ترفیع میکانیزم به هم تدوینشي او له تشخیص وروسته به بریدمل ته د ترفیع زمینه برابرهشي.
د ولسمشر په دغه موقعه د غیر مسوولو وسله والو حضور دنه منلو وړ وباله او د دغ وضعیت په بدلولو یې ټینګار وکړ.هغه د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ته لارښوونه وکړه چې دنظم عامه او سرحدي ځواکونو لپاره د مسلکي زده کړو دورهترتیب کړي.
نوموړي ټاکنې ملي او اساسي بهیر وباله اؤ وئ ویل، دافغانستان دښمنان د خلکو له ارادې وېره لري او زموږ خلکباید د ولسي انسجام له لارې ټاکنې بریالۍ کړي، ځکه د نظاممشروعیت د خلکو په رایو ولاړ دی.