چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغان ولس مشر دهند لومړي وزیر سره خبري کړي دي

افغان ولس مشر دهند لومړي وزیر سره خبري کړي دي

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي نن غرمه له ولسمشر غني سره ټلیفوني خبرې کړې دي. له ارګه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، مودي نن غرمه ولسمشر غني ته د ټیلیفوني تماس له لارې د کابل او د هېواد په نورو ښارونو کې په وروستیو تروریستي بریدونو کې د یو شمېر هېوادوالو پر وژل کېدو د هند د خلکو او حکومت په استازیتوب د افغانستان خلکو او حکومت سره خواشیني څرګنده کړه او دغه ترهګریز بریدونه یې په سختو ټکو وغندل. خبرپاڼه زیاتوي د هند لومړي وزیر په دغه ټلیفوني اړیکه کې ولسمشر غني ته وویل، زموږ او ستاسو په ګاونډ کې د تروریستانو پټنځایونه او روزنیز مرکزونه دي چې د دغه وړ بریدونو لپاره تمویل او تجهیز کېږي. هغه ټينګار وکړ چې د ترهګرو او د هغوی د پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره باید هند او افغانستان خبرې وکړي او په دې برخه کې لا جدي مبارزې ته ادامه ورکړي. ښاغلي مودي وویل، هېواد یې د ټپیانو د درملنې په برخه کې هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دی او هند تل د ښه ملګري په توګه د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ ولاړ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: