سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / پاکستان / افغان ولس مشر د امنیت شورا غوښتي چې په پاکستان فشارونه نور هم زیات کړي

افغان ولس مشر د امنیت شورا غوښتي چې په پاکستان فشارونه نور هم زیات کړي

افغان ولسمشر غني په ارګ کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پلاوي سره په غونډه کې غوښتي نور دي هم چې پر پاکستان فشارونه زیات شي.
په همدې اړه دارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ، د امنیت شورا پلاوي د خیرت عمروف په مشرۍ له افغان چارواکیو سره لیدلي چې همدې
ترڅ کې ولسمشردهغوی څخه په پاکستان باندې دفشار زیاتولو په اړه ویلي چې باید په ورته مهال په یاد هیواد باندې نور هم فشار زیات شي.
خبرپاڼه لیکي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او سیمې پر امنیتي وضعیت، سیمه ییزې همکارۍ، له ترهګرۍ، اداري فساد او نشه‌يي توکیو قاچاق سره په مبارزه، د سولې بهیر چټکولو، د ټاکنو له‌پاره پر تیاري، په حکومت‌ولۍ سمون، د نظام په پیاوړتیا، د ښځو په ګډون، په افغانستان په تېره امنیتي او پرمختیايي برخو کې د ملګرو ملتونو پر رول او وروستیو درې کلونو پرمختګونو خبرې کړي.

سرچینه لیکي چې دې غونډه کې د امریکا متحده ایالتونو، چین، بریټانیا، روسې، فرانسې، سوېډن، پولنډ، قزاقستان، کویټ، هالنډ، پیرو، استوايي ګینه ،عاج او بولیویا ساحل پلاوي ګډون کړی و.

په ناسته غونډې کې ګډونکونکوهیوادوپلاوو ددې هیوادچارې ستائلې ادارې اوپوځې مدیریتونه یې کارنده بللی دي،دوسله والو سره په مبارزه کې دو دوی هڅې یې غښتلي ګڼلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: