چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغان ولس مشر د پاکستان صدر اعظم ته ګواښ کړی دی

افغان ولس مشر د پاکستان صدر اعظم ته ګواښ کړی دی

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي نن له ولسمشر غني سره ولیدل او پر بېلو مسایلو یې خبرې وکړې. د بحث مهم موضوعات، له طالبانو سره سوله، پر ډیورنډ د پاکستان سرغړونې، د ترهګرو له ملاتړه لاس اخیستل، د زندانیانو تبادله او ځینې نور مسایل وو. ولسمشر غني په دغه لیدنه کې د پاکستان لومړي وزیر ته د پاکستاني پوځيانو د وروستیو سرغړونو په اړه خبرداری ورکړی دی او په وینا یې روان حالت د هېچا په ګټه نه دی. ولسمشر غني ټینګار کړی، چې پاکستان دې په سیمه کې راتلونکو نسلونو ته د هوساینې په راوستو کې هڅه وکړي. عباسي هم په دې لیدنه کې طالبانو ته د افغان ولسمشر د سولې له وړاندیز هر کلی کړی دی او په وینا یې دلته د جګړو د له منځه وړلو یوازینۍ لار د سولې خبرې دي. هغه ولسمشر غني ته د پاکستان د رسمي سفر بلنه هم ورکړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: