پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / افغان ولس مشر وايي د طالبانو مرکزونه په پاکستان کې دي

افغان ولس مشر وايي د طالبانو مرکزونه په پاکستان کې دي

افغان ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د طالبانو مرکز پاکستان دی. نوموړي چې نن یې د جمعې تر لمانځه وروسته خبرې کولې ویلي، د وروستیو ترهګریزو پېښو په تړاو ۱۱ کسه نیول شوي دي او تر جدي پلټنې لاندې دي. دده په خبره په لومړنیو معلوماتو کې ښودل شوې، چې برید بهرنیو کړیو پلان کړی دی او په وینا یې مسوولیت یې هم هغو طالبانو په غاړه اخیستی چې د اسلام له نامه استفاده کوي او له رښتینو اسلامي ارشاداتو سره بلدتیا نه لري. دده په خبره هغه ډلې به د جګړې په ډګر کې ځپل کېږي چې د سولې غوښتنه نه مني. دده په خبره ټولو علماوو، قومي مشرانو، سیاسي فعالانو او ټولو خلکو به مشورې اخیستل کېږي او د هغو کسانو پر وړاندې به اقدام کېږي چې سوله نه مني او پر جګړه ټینګار کوي. ولسمشر غني همدا راز وویل، چې له پاکستان د خبرو تمه نه، بلکې د عمل غوښتنه کوي او نور د کاغذ پر مخ خبرې درد نه دوا کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *