افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي د ځانمرګو بریدګرو فابریکې لګیا دي، ځانمرګي تولیدوي او افغانستان ته یې استوي.
ښاغلي غني د امریکا د سي بي اس تلویزونه ته په ځانګړې مرکې کې وویل چې د افغانستان جنګ اوس د خلکو پر ضد د جنګ بڼه خپله کړې ده.
هغه وویل تر کومه ځای چې د منابعو او سرچینو خبره ده، دا رښتیا ده “موږ به د امریکا له مرستو پرته شپږ میاشتې هم خپل ځواکونه نشو تمویولولی”.
ښاغلي غني وویل “په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو ۲۱ ډلې فعالیت کوي. لسګونه ځانمرګي استول شوي- چې بریدونه وکړي-. کارخانې دي چې ځانمرګي تولیدوي. موږ محاصره یو”.
په همدې حال کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندانان وايي چې پر پاکستان باید فشار نور هم زیات شي او دا له روان بندوبست څخه د وتلو یوازینۍ لار ده.
افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان جان نکلسن سي بي اس ته وویل چې د ولسمشر ټرمپ نوې تګلاره ټولو اړتیاو ته ځواب ویونکې ده او بریا راوړلی شي.
نوموړي وویل چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د نېټې اعلان د افغانستان دښمنانو ته دا هیله ورکړې وه چې کواکې امریکا د دغه جنګ د ګټلو لیوالتیا نلري.
هغه وویل طالبان کولی شي چې خپلې وسلې په ځمکه کیږدي، له ټولنې سره یو ځای شي او خپل ارام ژوند پیل کړي.