جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / پاکستان / افغان پوځ د پاکستان د ټاکنو په امنیت کې مرسته کوي

افغان پوځ د پاکستان د ټاکنو په امنیت کې مرسته کوي

ولسمشر غني تېره ورځ له پاکستاني چارواکو سره د سولې، ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې او امنیت په اړه خبرې کړې دي. نوموړي د وروستیو پېښو په تړاو له پاکستاني چارواکو سره تلیفوني خبرې کړې دي او د افغانانو په استازیتوب یې له دوی سره خپله غمشریکي څرګنده کړې ده. هغه له قمر جاوید باجوه سره په خبرو کې ویلي، چې افغان پوځ د پاکستان د ټاکنو په امنیت کې مرسته کوي. دده په خبره د ډیورنډ کرښې شاوخوا کې افغان پوځیان د تهدیدونو په له منځه وړلو کې مرسته کوي څو په دې توګه په پاکستان کې روانې ټاکنې په امنه فضا کې ترسره شي. یاد پاکستاني جنرال هم د ترهګرۍ او تهدیداتو پر ضد پر ګډې مبارزې او همکارۍ ټینګار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *