جمعه , سپتمبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغان پوځ پر پاکستانیو وسلوالو د امریکا هوایي برید تاید کړی دی

افغان پوځ پر پاکستانیو وسلوالو د امریکا هوایي برید تاید کړی دی

په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، د شلتن ولسوالی په چوګام او چناربانده په سیمه کې امریکایي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو د هوایي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي.

سرچینه زیاتوي، چې د هوایي برید په ترڅ کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتې.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان تحریک طالبان ډله ځایي رسنیو ته ویلي وو، چې د هوایي برید په ترڅ کې تحریک طالبان پاکستان مشر د ملا فضل الله زوی عبدالله او ۱۹ نور وسله وال هم وژل شوي دي.

په همدې حال کې باورې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې په دغه برید کې ۲۵ تنه وسله وال وژل شوي.

د سرچېنو په وینا، دغه هوایي برید د کونړ ولایت په سلطان خېلو سیمه کې د غازي کمپ په نوم د تحریک طالبان پاکستان پر یوه پټنځای ترسره شوې ده.

راپورونه ښیي چې په دغه برید کې د باجور ایجنسي لپاره د تحریک طالبان پاکستان مشر ملا ګل محمد هم شامل دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: