شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغان څاګرې ادارې په کابل کې د داعش ډلې دوسلو زېرمه کشف کړې ده

افغان څاګرې ادارې په کابل کې د داعش ډلې دوسلو زېرمه کشف کړې ده

ملي امنيت وايي چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يې د کابل پر ١١١مې فرقې د پروني بريد په تړاو د داعش ډلې يو مرکز او د وسلو زېرمه کشف کړې ده.

د ملي امنيت د لوى رياست يوه باوري سرچينه وايي دا عمليات يې نن د کابل د پنځمې امنيتي حوزې اړونده د قلعه واحد په سيمه کې ترسره کړي دي.

سرچينې زياته کړه چې په دې عملياتو کې د داعش ډلې د همغږۍ او پلان جوړولو يو مرکز سره د وسلو او مهماتو زېرمتون هم کشف کړى دى.

د ملي امنيت دغې سرچينې وويل چې له دغه زېرمتون څخه يې وسلې او په زياته اندازه مهمات ترلاسه کړي دي.

يوه ډله وسله والو کسانو پرون سهار وخته په شاوخوا څلورو بجو د پنځمې حوزې اړونده د قرغې په سيمه کې د کابل د ١١١مې فرقې پر يوه کنډک ډله ييز بريد کړى و.

د ملي دفاع وزارت وايي چې په دې بريد کې ١١ سرتېري ووژل شول او ١٦ نور ټپيان شوي وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه پنځه ساعته نښته کې څلور بريدګر هم ووژل شول او يو تن يې ژوندى نيول شوى دى.

داعش ډلې ددې بريد مسووليت منلى او د پنځو بريدګرو عکسونه يې هم خپاره کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: