دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / افغان چارواکي: امنیتي ځواکونو د بغلان نهرین ولسوالي بیرته له طالبانو نیولې ده

افغان چارواکي: امنیتي ځواکونو د بغلان نهرین ولسوالي بیرته له طالبانو نیولې ده

افغان چارواکي وایي، د بغلان د نهرین ولسوالۍ یې بیرته له وسله والو طالبانو نیولې ده. د بغلان والي عبدالحی نعمتي وایي، چې په نهرین کې د تېرې ورځې په عملیاتو کې د دولت ضد شپږ وسله وال وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. دغه عملیات پرون د نهرین په لوېدیځه برخه کې پیل شوي و، چې د بغلان د والي په وینا په پایله کې یې طالبان په شا وتمبول شول. افغان ځواکونو ته د اوښتو احتمالي تلفاتو په اړه د بغلان چارواکو څه نه دي ویلي. طالبانو هم تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *