چهارشنبه , مې 12 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / افغان کرکيټ لوبډلې مشر وایي دا د الله یو احسان وو پر مونږ چې لوبډله مو نړیوال جام ته ووتله

افغان کرکيټ لوبډلې مشر وایي دا د الله یو احسان وو پر مونږ چې لوبډله مو نړیوال جام ته ووتله

له بري وروسته د افغانستان د کرکټ‌ ملي لوبډلې کپټان اصغر ستانکزي امریکا غږ سره خبرې وکړې. ستانکزي‌ وویل چې د افغانستان دا ډول بری او نړیوال جام ته تګ د الله پاک یو اخسان وو، ځکه “ټولې لوبې داسې وشوې چې افغانستان ته یې” د بري لاره هواره کړه.

کپټان ستانکزی څو اونۍ مخکي اپنډکس شو او عملیات یې وکړ، خو له څو ورځې ارام وروسته بېرته لوبډلې ته را وګرځېده. افغانستان اووه لوبې وکړې چې په پنځو کې یې اصغر نه و. له ایرلنډ سره په لوبې کې اصغر په داسې یو حالت کې لوبې ته راغی چې پر افغان لوبغاړو فشار و، خو له څو منډو وروسته یې دردونه وپارېدل.

ستانکزي وویل”دردونه مې زیات وو،‌ یو زه او یو الله زما په حال خبر و، خو د وطن په خاطر میدان ته راغلم. ”

په ټولنیزو رسنیو کې د افغان کرکټ مینوالو اصغر ستانکزی ستایلی دی چې په ټپي حالت کې میدان ته راغی او د هېواد لپاره یې لوبې‌ وکړ. هغه وویل که ډاکټر ورته اجازه ورکړه، له ویسټ انډیز سره به سیالۍ کې به کوي، که یې اجازه ورنکړه ارام به کوي.

اصغر ستانکزي دا خبره هم وکړه چې د لوبې پر مهال یې سمیع الله شینواري‌ ته دا سپارښتنه کړې وه چې د غټ شارټ وهلو هڅه دې ونکړي‌ هغه وویل “ما سمیع ته وویل چې ته به شاټ‌ نه وهي، که وهم یې زه به یې وهم، ته به دا لوبه تر اخره رسوي. خو وروسته مې بیا نجیب ته وویل،‌ که دغه بالر درته درته د شاټ‌ وهلو بال وکړ، ورځه پرې.”

ښاغلي‌ ستانکزي د ټولنیزو رسنیو پر ځینو مینوال دا نیوکه هم وکړه چې د لوبډلې د ماتې پر مهال پر لوبغاړو او بورډ نیوکې کوي هغه وویل “هېڅ لوبغاړی نغواړي چې لوبه وبایلي. په سختو ورځو کې زه د افغانانو تشویق غواړم، په ښو وروځو کې خو هر څوک تشویق کوي.”

4 تبصرې

  1. ivermectin 0.08 – stromectol ivermectin 3 mg cost of ivermectin pill

  2. generic ivermectin for humans – stromectol uk buy ivermectin pills

  3. ivermectin cost – ivermecpills ivermectin 400 mg brands

  4. medication plavix – how much is plavix plavix generic price

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *