پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغان کرکټ۱۹کلني لوبډلي د پاکستان په څیرسریلانکا هم ماته کړه

افغان کرکټ۱۹کلني لوبډلي د پاکستان په څیرسریلانکا هم ماته کړه

 د ۱۹ کلنو په نړیوال  پنځوس اوریزه جام کې افغانستان دویمه بریا هم خپله کړه او سریلانکا لوبډله یې ماته کړه. د نننۍ لوبې پچه سریلانکا وګټله؛ خو افغان لوبډلې ته یې د توپ وهې بلنه ورکړه. افغان ۱۹کلنو لوبډلې د ۷ ویکټو په زیان په پنځوس اورنو کې ۲۸۴ منډې وکړې او د ۲۸۵ منډو هدف یې سریلانکا ته کېښود. خو د باران له امله لوبه له پنځوس اورنو ۳۸ ته راښکته شوه او هدف هم ۲۳۴ شو. د سریلانکا لوبډلې د ۳۸ اورونو په لوبولو یوازې ۲۰۲ منډې وکړې او افغان لوبډلې د ۳ ویکټو او د ۳۲ منډو په توپیر دویمه لوبه هم وګټله. په افغان توپوهونکو کې ابراهیم ځدراڼ ۸۶، اکرام علي خېل ۵۵، دروېش رسولي ۶۳،  نثار وحدت ۲۵ او عظمت الله عمرزي ۲۰ منډې وکړې او د سریلانکا پر وړاندې یې د افغانستان هدف لوړ کړ. په افغان توپ اچوونکو کې نوین الحق ۴، قیس احمد ۲ او عظمت الله عمرزي ۲ ویکټې واخیستې. د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ شو، چې ۸۶ منډې یې جوړې کړې وې. افغان ۱۹ کلنو لوبډلې په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړې وه او راتلونکې لوبه یې له ایرلنډ سره ده. ایرلنډ له دې وړاندې دواړه لوبې پاکستان او سریلانکا ته بایللې دي او د افغانستان د بریا چانس ډېر لیدل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: