جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغان کرکټ لوبډلې ایرلینډ لوبډله په ګونډو کړه

افغان کرکټ لوبډلې ایرلینډ لوبډله په ګونډو کړه

میرویس جلالزی د کرکیټ نړیوالو سیالیو ته د غواروي لپاره په روانو سیالیو کې افغانستان وتوانید چې ایرلنډ ته سخته ماتي ورکړي او د کرکیټ نړیوال جام ته لاره ومومي. ایرلنډ افغانستان ته ۲۰۹ منډي هدف وټاکل چې افغان لوبغاړي وتوانیدل په ۴۹ اور کې د رقیب هدف څخه واوړي.. افغان لوبډلي کې شهزاد ډیر ښه وځلید او په سیالیو کې یې د افغانستان بریا له هغو لومړیو شیبو یقیني کړي وه. هغه ۵۴ منډي وکړي او ګلبدین بیا ۴۵ منډي تر سره کړي. افغان تکړه توب وهونکی محمد نبي د ۱۲ منډو په تر سره کولو سره اوټ شو. خو لوبه په دوهمه نیمایي کې افغانستان لپاره تر هغه پوري شیبه په شیبه سختیدله چې سمیع الله شینواری میدان ته راغی او په دوو پر لپسې څورلیزي او شپږیزي یي افغان لوبغاړو ته مورال ورکړ او ایرلنډ لوبډله یي تر شدید فشار لاندی راوستله. افغان قهرمان کرکیټ ټیم اوس نور ډیر تشویش نه لري او د نړیوال جام کې به د سیالیو لپآره د نړۍ له مقتدرو ټیمونو لکه هند، اسټرالیا، انګلستان، ویست انډیز او یو شمیر نورو مهمو ټیمونو سره لوبیږي. د کرکیټ نړیوال جام به ۲۰۱۹ کال کې د انګلستان په ویلز ښار کې تر سره شي. د ټرایبل نیوز ویب پآڼي له لوري د افغانستان ټول ولس ته د دې تاریخي بریا مبارکي وایو. ټرایبل نیوز اداره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: