دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / پاکستان / افغان کډوال دې له ګاونډي هېوادونو وطن ته ستانه شي

افغان کډوال دې له ګاونډي هېوادونو وطن ته ستانه شي

افغان حکومت په پاکستان کې له مېشتو کډوالو غوښتي چې په راتلونکو دوو کلونو کې دې خپل هېواد ته ستانه شي. په اسلام اباد کې د افغان سفارت مرستیال زردشت شمس ویلي، دوی نه شي کولی چې کډوال په جبر خپل هېواد ته ستانه کړي، خو د افغان حکومت پالیسي دا ده، چې په پاکستان او ایران کې ټول مېشت کډوال خپل هېواد ته ستانه شي. دده په خبره ولسمشر غني او افغان حکومت له کډوالو غوښتي چې په راتلونکو دوو کلونو کې له نورو هېوادونو خپلو مېنو او هېواد ته لاړ شي. نوموړي له عرب نیوز سره په مرکه کې ویلي، پاکستان حکومت دې هم له افغان کډوالو سره ښه چلند خپل کړي او په بېلو نومونو دې ددوی ځورول بند کړي. تر دې وړاندې پاکستاني حکومت ویلي چې ټولو کډوالو ته به تر ۲۰۱۹ کال د اوسېدو اجازه ورکړي خو د هغو کسانو د اوسېدو وخت به تر دې هم ډېر کړي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *