پنجشنبه , نوومبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغان ګډو ځواکونو د کډوالو ګڼې کورنۍ د غم په ټغر کېنولي

افغان ګډو ځواکونو د کډوالو ګڼې کورنۍ د غم په ټغر کېنولي

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د تېر په څېر یو ځل بیا د امریکایانو لخوا د پاکستاني کډوالو مهاجرو او ځایي ولس کورونه په نښه شوي دي

ټرایبل نیوز د موثقه سرچېنې د مالوماتو په اساس تېرہ شپه د ننګرهار ولایت په لعلپورې سرحدي ولسوالۍ کې د امریکایانو او افغان ګډو ځانګړو ځواکونو لخوا په هغه پاکستاني کډوالو مهاجرو کورنیو شپني عملیات ترسرہ شوي چې د پاکستاني طالبانو حزب الاحرار ډله پورې یې تړاو درلود یاده وسلواله ډله چې په دي وروستیو کې خپل نوم څرګند کړی او د پاکستان د دولت پر وړاندې یې خپلو جنګې بریدونو ته زور ورکړی چې د بریدونو يې ګڼ شمیر مطبوعات او ټولنیزې رسنۍ شاهدې دي

په یادو عملیاتو کې دوہ تنه ځایي وګړي او یوہ کډواله ښځه وژل شوې

هېرہ دي نه وي چې په یادو علمیاتو کې ځایي خلکو ته د ځاني تلفاتو سره سربېره مالي تلفات هم اوښتي چې پکې درې عراده موټرسایکلونه دوہ دانې سراچه ډوله موټرې او نور ګڼ شمېر وسایل په اور سوځول شوي

د ځایي خلکو په وینا کورونه یې کتل شوي او له تور سرو یې سرہ زر هم وړل شوي.
دوی زیاته کړه چې له داسې ډول بې عزتیو او زورونو یې نور ژوند تریخ شوی او کډہ کولو ته اړ کړي

په یادہ سیمه کې هغه پاکستاني کډوال د ژوند پاتې شپې ورځي سبا کوي چې د پاکستان دولت او یا هم د امنیتي ځواکونو د جبر، زیاتي او د ظلمونو کولو له امله یې افغانستان ته په کډہ کولو مجبور شوي

چې دلته یې هم ژوند په راحت او پر سکون ندی او په پرلپسې ډول د بهرنې او داخلي ګډو ځواکونو د بی رحمانه شپنې عملیاتو سره مخ دي

دوي زیاتوي که څه هم یې افغانستان ته پنا راوړې خو ژوند یې هر وخت په وېره او خطر کې دی او د افغان دولت نه ګیله کوي چې هغه معیارونه او قانون چې کوم په نړیواله سطح کډوالو ته ورکړل شوی دی دوی ترې بې برخې دي

په ډاګه دې وي چې په یاده سیمه کې د دا ډول عملیاتو لومړی ځل ندی چې پکې د پاکستاني کډوالو سربېره د افغانستان ځایي ولسې وګړو ته هم بې شمېرہ ځاني او مالی تلفات اوړي.

د شنونکو په اند یاد عملیات چې پاکستان سره په پرته سرحدي سیمه کې ترسره کېږی او کډوالې کورنۍ پکې په نښه کېږی او سربېره په دې چې د وسلوالو نوم ورته ورکول کېږی نو د دا ډول عملیاتو تر شاه د پاکستان استخباراتي کړي لاس لري ځکه چې د دا ډول سرحدي سیمو څخه د پاکستان په امنیتي پوستو وخت ناوخته وسلوال بریدونه تر سره کېږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: