پنجشنبه , مارچ 4 2021
کور / خبرونه / افغانستان / الحاج جهانزیب مومند:زما په اړه په ټولینیزو رسنیو کې خپور شوی خبر یوه دسېسه ده، هیڅ حقیقت نه لري

الحاج جهانزیب مومند:زما په اړه په ټولینیزو رسنیو کې خپور شوی خبر یوه دسېسه ده، هیڅ حقیقت نه لري

نن ورځ ناوخته په ټولنیزو رسنیو کې یو خبر خپور شو چې ګواکې ولسي جرګې ته خپلواک نوماند حاجي جهانزیب مومند د ټاکنو د وروستي لیست څخه حذف شوی دی

دیادې موضوع په تړاو د ټرایبل نیوز خبریال د حاجي جهانزیب مومند سره د ټلیفون په کرښه غږیدلی دی نوموړي د یاد خبر په تړاو سخت غبرګون خودلی او یاد راپور یي یوه دسېسه او د جهانزیب مومند د رقیبانو لخواه دلمسون څخه ډک د درواغو خبر بللی او په سختو ټکو سره رد کړی.

“حاجي جهانزیب مومند زیاتوي هغه کسان چې سالم رقابت نشي کولاي بیا غلط مالومات خپروي په دې وروستیو کې ځیني نوماندان او ملاتړي یې چې ځان د رقابت جوګه نه ویني بیا د خلکو د ذهنیتونه خرابولو لپاره د ټاکنو کمېسيون له نوم نه په گټي اخيستني سره په ټولنیزو پاڼو کی غلط مالومات خپروي، نن هم کوم ليست خپور شوي وو چې ګوندې له ننګرهار ولايت څخه ولسي جرګی ته نوماند الحاج جهانزیب خان مومند د نوماندانو له ليست څخه لري شوي چې دا خبره هیڅ حقيقت نلري ماسره د ننګرهار ولایت پتمن ولسونه ولاړ دي او په کلکه مې ملاتړ کوي د دښمن یوه حربه او دسېسه زما د کمپاین او د راتلونکي ولسي جرګې د ټاکنو مخه نشي نیولی”

د یادودنې وړ ده چې حاجي جهانزیب مومند یو مخور او د ننګرهار د خلکو په زړونو کې یوه روښانه څېره ده چې په سېمه کې د ده رقیبان نه شي زغملی نو له همدې امله یي ورته رقیبان د خپلو ناکامیو په سپب ډول ډول دسېسې او پروګرامونه جوړوي چې ګواکې نوموړی په راتلونکو ټاکنو کې بریالی نه شي.

په ډاګه دي وې چې نن هم د ټاکنو خپلواک کمېسون یوه اعلامیه خپره کړې وه چې پکې ویل شوي وو په دي وروستیو کې بعضي جعلې اکاونټونه د نوماندانو په تړاو په ټولنیزو رسنیو کې بې بنسټه اوغیر حقیقي خبرونه خپروي چې هیڅ ډول حقیقت نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *