یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / بين المللي / المان هغه افغانان نه منې چې دوي سره یي په افغانستان کې کار کړی دی

المان هغه افغانان نه منې چې دوي سره یي په افغانستان کې کار کړی دی

المان وايي نور هغه افغانان نه مني چې ددوی له ځواکونو سره یې په افغانستان کې کار کړی دی. د المان حکومت ویلي په دې وروستیو کې په مزار شریف ښار کې یو شمېر افغانانو لاریون کړی دی او ددې غوښتونکي دي چې المان ته بوتلل شي. هلته۱۲۰ کسانو لاریون کړی دی او وايي مخکې یې له الماني ځواکونو سره کار کړی دی او اوس یې ژوند له خطر سره مخ دی. ددوی په وینا المانی حکومت مکلف دی، چې دوی له افغانستان المان ته بوځي. خو د المان حکومت وايي چې نږدې ۳ نیم زره کسانو ته یې په المان کې قبولي ورکړې ده او د لاریون کوونکو اعتراضونه به دوی اړ نه کړي چې دغه کسان المان ته بوځي. د المان ددفاع وزارت ویلي ددوی څېړنې ښيي چې ددغو کسانو ژوند له خطر سره مخ نه دی. المانی حکومت وايي له دې وروسته په المان کې هغو کسانو ته هم قبولي نه ورکوي چې په افغانستان کې یې د المان له بېلابېلو برخو او پروژو سره کار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *