پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / بين المللي / المان کې پر یهودانو برید

المان کې پر یهودانو برید

المان کې پر یهودانو برید

د المان پولیسو تیره ورځ د برلین په ښار کې په دوه یهودانو د سړي تښتونکو لخوا د برید په اړه څیړنې پیل کړي دي.
د المان لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل ویلي، چې دا برید په بشپړ ډول ډارونکې دی او ټینګار یې وکړ چې د هر مخالف لورې سره باید سخت چلند وشي، نوموړې زیاته کړه چې په المان کې ځینې وګړي که د عرب هیوادونو دي یا له نورو یو له بل سره ښه اړیکه نه لري، له دې امله داسې پیښې رامینځ ته کیږي.
پولیسو ویلي، تر اوسه برید کوونکي نه دي پیژندل شوي خو د ۲۱ نه تر ۲۴ کلونو عمر لرونکي دي.
له دې وړاندې ۳ تنو په یو برید کې یو کوچنې ماشوم ټپي کړی و.
د تیر کال په لومړیو اتو میاشتو کې د المان چارواکو د ۹۳ سلنه داسې پیښو راپورونه ورکړي چې د دښمنۍ، تعصب او نورو اړخونو سره یې تړاو درلود، د ۲۰۱۵ کال وروسته چې د کډوالۍ ستونزې په المان او نورو هیوادونو کې ډيرې شوي او د مسلمانانو شمیر د نور په پرتله زیات دی نو د یهودانو پر وړاندې به یې بریدونه هم زیات وي، ځکه مسلمانان او یهود یو له بل سره ښه اړیکه نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *