دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / افغانستان / الکوزی: د تېرو اخترونو پرتله اوسني اختر د کار پر سکټور مثبت اغیز کړی

الکوزی: د تېرو اخترونو پرتله اوسني اختر د کار پر سکټور مثبت اغیز کړی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د اختر په درېیو ورځو کې د حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د رامنځته شوي اوربند له امله، د دوی عواید دوه چنده زیات شوي دي.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي رسنیو ته وویل، دوی ته د رسېدلو راپورونو پر اساس، د تېرو اخترونو په پرتله دغه اختر د خصوصي سکټور پر کاروبار مثبت اغېز کړی دی.

نوموړي وویل، که چېرې اوربند دوام وکړي، د دوی کاروبار به لا پراختیا پیدا کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: