یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / امرالله صالح په خپلو پخوانیو ملګرو غږ کړی چی د طالبانو پر وړاندي ودرېږۍ

امرالله صالح په خپلو پخوانیو ملګرو غږ کړی چی د طالبانو پر وړاندي ودرېږۍ

د طالب مشرانو او امریکا تر منځ د مخامخ خبرو په تړاو د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح پخپلو پلویانو غږ کړی چې باید د طالب پر وړاندې بیا ودرېږو. پرون طالبانو ومنله چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې اړوند خبرې ورسره کړې دي. امرالله صالح پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، که د امریکا او طالبانو دا مخامخ خبرې رښتیا وي؛ «نو بیا اوس د مقاومت د حوزې وار رارسېدلی چې د افغانستان د خلکو د کرامت دفاع کې د تروریستانو طالبانو پر وړاندې ودرېږي.» هغه وېره ښکاره کړې چې «بې باورې مخ پر زیاتېدو ده.» امرالله صالح پر هغو کسانو غږ کړی چې د امریکا د یرغل پر وخت ځمکني عسکر و او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم ورسره په جګړه بوخت و. دا په داسې حال کې ده چې د سیاسي چارو څارونکي او شنونکي د ملي امنیت د پخواني رییس دا څرګندونې د سولې ضد هڅې بللې دي. خواله رسنیو کې هم د صالح دې ټویټ غبرګونونه را پارولي او هغه ملامت کړل شوی چې د افغان ولس د ارمان پر وړاندې خنډ کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *