دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / امريکا دپاکستان د دوه مخۍ په سبب دغه هيواد سره مرستې بندوي

امريکا دپاکستان د دوه مخۍ په سبب دغه هيواد سره مرستې بندوي

نیکې هیلې وایي: ”متحده ایالتونه د پاکستان ۲۲۵ میلیونه ډالره مرسته دروي او لامل یې څرګند دی او هغه دا چې پاکستان له کلونو راهیسې دوه مخي لوبه کوي.” ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نکې هیلې تایید کړې، چې متحده ایالتونه له پاکستان سره مرستې بندوي. د سې شنبې پر ورځ مېرمن هیلې نیویارک کې پر پاکستان تور پورې کړ، چې ترهګرو ته پناه ورکوي او په خبره یې ‘دوه مخې لوبه کوي. ‘
د رویټرز خبري اژانس رپوټ کې د مېرمن هیلې له قوله ویل شوي: ”متحده ایالتونه د پاکستان ۲۲۵ میلیونه ډالره مرسته دروي او لامل یې څرګند دی او هغه دا چې پاکستان له کلونو راهیسې دوه مخي لوبه کوي. ”
د رویټرز رپوټ کې دغه راز ویل شوي: ”دوی اکثر موږ سره ګډ کار کوي، خو افغانستان کې زموږ پر ځواکونو د بریدونو لپاره ترهګر لېږي. دغه لوبه د منلو نه ده، موږ ترهګرۍ ضد جګړه کې له پاکستانه د ډېرې همکارۍ تمه کوو. ”
بل لور ته سپینې ماڼۍ ویلي، دوی غواړي پاکستان ترهګرۍ ضد جګړه کې داسې حال کې وویني، چې نور اقدامات کوي او راتلونکو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو کې به د پاکستان په اړه نور جزیات په ډاګه شي.
ټرمپ: پاکستان تېر ايستلي يو، نور داسې نشي کېداى
امریکا له پاکستان سره څومره مرسته کړې؟ ” په راتلوونکو ورځو کې به د پاکستان او امریکا ترمنځ لفظي جګړه پیل شي ”
د نیکې هېلې له دې څرګندونو مخکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ تور پورې کړی و، چې یوه نیمې لسیزې مودې کې پاکستان له امریکا میلیاردونه ډالر تر لاسه کړي دي، خو بدل کې یې له دروغو او دوکې پرته هېڅ نه دي ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: