شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / پاکستان / امريکا د پاکستان د سپکولو په هڅه کې ده

امريکا د پاکستان د سپکولو په هڅه کې ده

د پاکستان د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي ويلي چې امريکا په پاکستان پسې پښې لوڅې کړې او غواړي دغه هېواد سپک کړي.
په اقتصاد او مالي چارو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار مفتاح اسماعیل ويلي امریکا د مالي سرچينو د څار د نړیوالې ادارې په غړو پسې ده چې پاکستان د ترهګرو د مالي ملاتړو هېوادونو په څارلېست کې شامل کړي.
اسماعیل هغه څوک دی چې تېره اونۍ يې په پاریس کې د څار د نړیوالې ادارې په غونډه کې د پاکستاني پلاوي مشري کوله.‎
نوموړي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، واشنګټن له پاکستان سره مرسته نه کوي چې د مالي سرچينو د څار په برخه کې خپل قوانین پياوړي کړي بلکې په خبره يې چې امريکا د پاکستان د سپکولو په هڅه کې ده.
مفتاح اسماعيل ويلي: «که امریکایان له موږ سره د ترهګرو د مالي سرچينو د مخنیوي د اصولو د ښه کولو لپاره کار کولو ته لېواله وای، هغوی به زما وړاندیز منلی وای. خو د هغوی مفکوره دا ده چې پاکستان سپک کړي».
دغه پاکستاني چارواکي په دې اړه نور جزئيات نه دي وړاندې چې امريکا، پاکستان څه ډول سپکوي او اصلاً د پاکستان له سپکولو د امريکا موخه څه ده.
نوموړي امريکا ته د خپل هغه وړانديز په اړه هم معلومات نه دي وړاندې کړي چې په خبره يې امريکا نه دی منلی.
اسماعيل ويلي، د مالي سرچينو په څارلېست کې د پاکستان د نوم شاملېدل به يې د هېواد اقتصاد له پښو وغورځوي.
ځينې ډیپلوماتان او پاکستاني چارواکي وايي، اسلام اباد ډېرې هڅې وکړې چې امريکا ورسره د مالي سرچينو د څار سازمان له وروستي اقدامه په خلاصېدو کې مرسته وکړي، خو پايله يې نه درلوده.
د مالي سرچينو د څار سازمان غوښتل چې پاکستان د ترهګرو هېوادونو د ملاتړو په څارلېست کې شامل شي خو دغه پرېکړه په پيل کې د ترکیې، چين او خليجي هېوادونو له مخالفت سره مخ شوه. ويل کېږي چې ياد هېوادونه د امريکا د هڅو په پايله کې دې ته چمتو شوي چې د مالي سرچينو د څار د نړيوالې ادارې پرېکړې ته غاړه کېږدي.
پاکستان له دې کبله د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په څارلېست کې شاملېږي چې دغه هېواد د ترهګرو له ملاتړه لاس اخيستو ته مجبور شي او له ترهګرو سره خپلې اړيکې وشلوي.
امریکایي چارواکي وايي، پاکستان ترهګرو ته خوندي پټنځايونه چمتو کړي او په همدې پټنځايونو کې روزل کېدونکي ترهګر د افغانستان په ګډون نورو هېوادونو ته د ورانکارو فعاليتونو لپاره استوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: