یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / پاکستان / امریکا:ترهګرۍ ډلې په پاکستان کې لا هم فعالې دې

امریکا:ترهګرۍ ډلې په پاکستان کې لا هم فعالې دې

امريکا :
پر پاکستان فشار جاري ساتو، اوس هم ترهګر پالي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان په خپله خاوره کې د فعالو ترهګرو ډلو پرضد اقدام نه دی کړی. د سویلي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز، چې پاکستان ته د خپل وروستي سفر په اړه یې خبرې کولې یو ځل بیا د پاکستان خاوره کې د فعالو ترهګرو ډلو پر وړاندې د یاد هیواد د کړو ژمنو پرنه عملي کیدو نیوکه وکړه. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ددغو څرګندونو په غبرګون کې وايي یوازې اسلام اباد د خبرو اترو میز ته د طالبانو د راوستو مسوول نه دی. ویلز بیا وايي چې پاکستان باید د افغان طالبانو پر وړاندې جدي او قاطع اقدامات وکړي، له دې پرته به پر پاکستان د امریکا فشارونه دوام ولري. ویلز همدا راز ویلي، چې د طالبانو مشرتابه له افغانستان بهر ژوند کوي او پاکستان ته په کار ده، چې په دې برخه کې هم خپل اقدامات ترسره کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي، ټولې هغه خواوې چې په افغانستان کې یې ګټې دي، مسوول دي چې د سولې په برخه کې هڅه وکړي او دا یوازې د پاکستان مسوولیت نه دی، چې طالبان د خبرو مېز ته حاضر کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *