چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / امریکاد افغانستان جګړې لیونې کړی ده

امریکاد افغانستان جګړې لیونې کړی ده

د امریکا په کارولینا پوهنتون کې پروفیسور او د امنیتي مسایلو کارپوه فیتساناکیس له سپوتنیک انګلیسي سره په خبرو کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې په تر ټولو بد حالت کې ده.

د نوموړي په خبره هېڅ هېواد ددې هیله نه لري، چې د امریکا په څېر دې په افغانستان کې په خورا بد حالت کې وي. دده په خبره پر امریکا تر دې بد حالت نه شي راتللی. دغه امریکايي کارپوه ویلي، په افغانستان کې جګړې ورځ تر بلې تودېږي، خونړي بریدونه کېږي، افغان ځواکونه تلفات ويني او ښايي له نوي فصل سره سم د امریکا تلفات هم ډېر شي. نوموړي ویلي د ۱۶ کلنې جګړې له دوام سره سره امریکا په دې بریالۍ نه شوه چې هلته شته ترهګرې ډلې وځپي. جوزف فیتساناکیس ویلي، امریکا تر سل زره ډېر سرتيري لرل خو طالبان او نور ترهګر یې مات نه کړل، نو اوس غواړي د څو زرو عسکرو پر مټ دغه جګړه وګټي چې امکان یې نشته دی. دده په وینا روان حالت ته په کتو ښکاري، چې امریکا په خورا بد حالت کې ده او د طالبانو تر څنګ اوس داعش هم په افغانستان کې سر راپورته کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: