پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا:د پخوانیو لوړ پوړو چارواکو کورونو ته چاودیدونکي توکي استول شوي دي

امریکا:د پخوانیو لوړ پوړو چارواکو کورونو ته چاودیدونکي توکي استول شوي دي

د امریکا استخباراتو چارواکو ویلي، د پخواني ولسمشر باراک اوباما او د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې هېلري کلنټن کورونه ته چاودیدونکي توکي ور استول شوي دي. په باروتو سمبال دا ډالې د هغو تخنیکي کسانو لاس ته ورغلې چې د پخواني ولسمشر کور ته ورتلونکي پوستي پارسلونه تلاشي کوي. د نیویارک والي انډریو کومو هم منلې چې یوه چاودېدونکې اله په منهاټن سیمه کې د هغه دفتر ته هم ور استول شوې ده. د سي ای اې پخواني مشر جان برېنن هم ورته یوه اله د پوست له لارې ترلاسه کړې. همدا رنګه په نیویارک کې د ټایم وارنر ودانۍ ته هم یوه مشکوکه اله ورلېږل شوې. د ځینو کارپوهانو له خولې ویل شوي چې دا الې په اصل کې پایپي بمونه دي. بله خوا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چارشنبې ماسپښین خبریالانو ته وویل، د پخوانيو حکومتي چارواکو امنیت د ده لپاره لومړیتوب لري. نوموړي زیاته کړه چې اېف بي ای او اسختباراتي ادارې د دغو مشکوکو پارسلونو او الو پلټنه کوي او د دې ټولې قضیې په اړه په فدرالي کچه پلټڼې پیل شوې دي. ولسمشر ټرمپ ټینګار وکړ چې په دې قضیه کې ښکېل کسان به نیسي او محاکمه کوي به یې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *