امریکا وایي هغه مهال یې له پاکستان سره اړیکې جوړېدلی شي، چې دغه هېواد د افغانستان په سوله او ثبات کې مرسته وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې مرستیالې آلیس ویلز ویلي چې د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدلي دي. دواړو لورو پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولې پر مسئله خبرې کړې دي. د نوموړې په وینا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو محمود قریشي ته ویلي، له پاکستان سره ښې اړیکې غواړي، خو شرط یې دا دی، چې دغه هېواد د افغانستان په سوله او هلته د روانې جګړې په پای ته رسولو کې رغنده او رښتینې همکاري وکړي. د پمپیو په خبره امریکا غواړي افغان جګړه نوره پای ته ورسېږي له همدې امله یې پر سیاسي خبرو تمرکز ډېر کړی دی. دده په خبره امریکا له پاکستان په ځلونو غوښتي او بیا هم ترې غواړي چې طالبان د خبرو مېز ته حاضر کړي، نو په دې توګه به د واشنګټن اسلام اباد اړیکې سمې شي.
