سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / امریکا:وسلوال طالبان دي د سولې خبري د افغان حکومت سره وکړي

امریکا:وسلوال طالبان دي د سولې خبري د افغان حکومت سره وکړي

امریکا وایي طالبان دې لومړی له امریکا سره نه بلکې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هندرنایورت ویلي، که طالبان په افغانستان کې د سولې لپاره جدي وي او رښتیا غواړي چې سوله وکړي، نو تر هر چا وړاندې دې له افغان حکومت سره خبرې پيل کړي. د نوموړې په خبره د سولې او پخلاینې تر ټولو ښه لار دا ده، چې له افغان حکومت سره خبرې وشي نه له نورو هېوادونو سره. نوموړې همدا راز ویلي، پر پاکستان یې فشارونه ډېر کړي، څو د ټولو ترهګرو په تېره د وسله والو طالبانو له ملاتړه لاس واخلي او دغه ډلې ته په خپله خاوره کې پټنځایونه ور نه کړي. تر دې وړاندې وسله والو طالبانو په یوه لیک کې، امریکایانو ته ویلي وو، چې له افغان خاورې پښې سپکې کړې او طالبانو ته اجازه ورکړي، چې خپل حکومت جوړ کړي. افغان حکومت بیا د طالبانو دغه کار غندلی و. څو افغان چارواکو وویل، چې طالبان له افغان حکومت سره نه بلکې له امریکا سره سولې ته لېوالتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *