یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / پاکستان / امریکايي جنرال: ترهګر هغه وخت ختمېږي، چې په پاکستان کې یې مرکزونه ختم شي

امریکايي جنرال: ترهګر هغه وخت ختمېږي، چې په پاکستان کې یې مرکزونه ختم شي

د ترهګرو د ماتې لپاره باید لومړی ددوی مرکزونه په پاکستان کې له منځه یوړل شي. د پنټاګون یوه لوړپوړي چارواکي جنرال مارک ميلي د امریکا د کانګرس د وسله والو ځواکونو کمېټې ته د خبرو پر مهال ویلي، په هغه صورت کې دترهګرو ماتول ناشونی کار دی، چې ددوی مرکزونه دې لا هم په پاکستان کې فعال وي. ددغه امریکايي جنرال په خبره په افغانستان کې به داعش، طالبان او حقاني شبکه تر هغه مات نه شي، څو یې چې په پاکستان کې امن مرکزونه او خوندي پټنځایونه له منځه نه وي وړل شوي. دده په وینا که په افغانستان کې د ستونزې حل غواړو، نو پاکستان باید د ستونزې یوه برخه وګڼل شی. میلي همدا راز ویلي چې طالبان او حقاني شبکه یا داعش د افغان حکومت لپاره، ځکه ګواښ نه دي، چې افغان ځواکونه له خپل هېواد ددفاع وړتیا لري. نوموړي زیاته کړې د افغانستان د ثبات لپاره ښه لار دا ده، چې د افغان ځواکونو ملاتړ وشي او دغه پوځیان نور هم پياوړي شي. هغه ټينګار کړی، چې امریکا باید د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې خپل نظامي حضور ته ادامه ورکړي. مارک زیاته کړې چې له ترهګرۍ سره موثرې مبارزې لپاره باید پر پاکستان هم فشارونه ډېر شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *