سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا:پاکستان باید مونږ باوري کړي چې خاوره یې ترهګر نه کاروي

امریکا:پاکستان باید مونږ باوري کړي چې خاوره یې ترهګر نه کاروي

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي، پر پاکستان به تر هغه فشار روان وساتي، څو يې د افغانستان د ثبات او سیمې د سولې په تړاو پالیسي نه وي بدله کړې.

هنری اینشر په وېلسن مرکز کې یوې غونډې ته ویلي، موږ د پاکستان له لوري ځینې ګامونه اخیستل لیدلي، خو داسې قاطع ګامونه چې د پاکستان ژمنتیا څرګنده کړي، نه دي لیدل شوي. نوموړي زیاته کړې، پاکستان باید باوري کړي چې خاوره يې ترهګر نه کاروي.

اینشر د پاکستان د نوي حکومت په تړاو وویل، د عمران خان حکومت د دې موقع لري چې دوه اړخیزې اړیکې ورغوي او د امریکا په ملګرتیا کولو سره افغانستان او پاکستان ته سوله راولي.

اینشر د پاکستان پر پالیسۍ نیوکه وکړه او ویې ویل، د پاکستان پالیسیو نه یوازې دغه هېواد کې بلکې په سویلي اسیا کې بې ثباتي او وېش رامنځته کړی دی.

د سویلي اسیا له پاره د امریکا په نوې پالیسۍ کې پر پاکستان فشار راوستل شوی. وروستیو کې امریکا پر پاکستان یو شمېر مرستې هم بندې کړي دي او له دغه هېواده يې د نورو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې، خو پاکستان بیا وايي، خپله مسوولیت يې په سم ډول تر سره کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: