پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / امریکا:پاکستان دې د حقاني شبکې غړي نه وژني، بلکې دوی دې افغانستان ته وشړي

امریکا:پاکستان دې د حقاني شبکې غړي نه وژني، بلکې دوی دې افغانستان ته وشړي

امریکا وايي پاکستان دې د حقاني شبکې وسله وال نه وژني، بلکې دوی دې افغانستان ته وشړي. یوه امریکايي چارواکي نیویارک ټایمز ته ویلي پاکستان اړ نه دی، چې د حقاني شبکې غړي په خپله خاوره کې ووژني او له منځه یې یوسي، بلکې دوی دې له خپلې خاورې وشړي او افغانستان ته یې دې د تګ لپاره مجبور کړي. ددغه امریکايي چارواکي په وینا کله چې د حقاني شبکې غړي افغان خاورې ته واوړي نو د افغان پوځ او امریکایانو تر بریدونو لاندې راځي. ددغه امریکايي چارواکي نوم نه دی څرګند شوی، خو وايي پاکستان لا هم د ترهګرو پر وړاندې جدي او عملي اقدامات نه دي پيل کړي. د سرچینې په وینا تر هغه چې پاکستان د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره عملي اقدامات و نه کړي، د امریکا فشارونه به دوام کوي. یادې سرچینې دا خبره هم رد کړې، چې ګواکي پر پاکستان د امریکا فشارونه به برعکس پایله ورکړي. د هغه په وینا د امریکا فشارونه مثبت دي او ګټه به ولري. یاد امریکایي چارواکي ویلي، امریکا د فشارونو ددوام لپاره مهالوېش نه لري، بلکې تر هغه به روان وي، چې پاکستان نور د ترهګرو پالنه ختمه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *