چهارشنبه , مې 12 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / امریکایان د افغانانو عمرونه د قوم عاد اوثمود سره برابروي

امریکایان د افغانانو عمرونه د قوم عاد اوثمود سره برابروي

د امریکا په متحده ایالاتو کې یو افغان احمد خان رحیمي لا له وړاندي په (۸) ځله عمري جزا محکوم شوی ، خو لا بیا هم محکمه ورباندي کېږي .

ټاکل شوې چې د نویارک ښار د منهتن محکمې له لورې ښاغلی رحیمي یوځل بیا په ورته جزا محکوم شي .

د امریکا په متحده ایالاتو کې د عمر قید یا ټول عمري جزا (۲۵) کاله په زندان کې تېرول وي ، خو که دا په اتو کې ضرب شي نو (۲۰۰) کاله کېږي .

رحیمي د ٢٠١٦ کال د سپتامبر په ١٧ مه په نیویارک ښار کې د بمي چاودنې په کولو تورن دی چې ۳۰ کسان پکې ټپي شوي و.

که څه هم د ښاغلي رحیمي چې افغان امریکا يي دی مدافع وکیل هڅه کوي چې د هغه د بند موده رالنډه کړي ،خو

د امریکا فدرالي څارنوالانو د ٢٠١٨ کال د جنورۍ په ١٦ وویل چې ښاغلی رحیمي د خپلو کړنو نه پښیمانه ندی او په عین وخت کې یې هڅه کړې چې یو شمیر بندیان اسلامي سخت دریځۍ ته دعوت کړي.

د ښاغلي رحیمي مدافع وکیل زیفیر دونالدسن، قاضي ریچارد برمن ته چې د رحیمي په اړه پریکړه کوي د (۴۵) کاله بند جزا ، په زندان کې دزده کړو اجازت او هم دا رنګه پّ وریجینیا ایالت کې د هغه کورنۍ ته نېژدې په زندان کې دساتلو غوښتنلیک لېږلی دی .

دا چې د نوموړي غوښتن لیک ته به قاضیان څومره تم شي ،خو تر ډېره بریده امریکا يي رسنۍ وايي چې دغه افغان نیژاده امریکا يي به په ۲۰۰ دوسوه کاله بند محکوم کړل شي چې تر مرګه به په بند کې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *