یکشنبه , اکتوبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / امریکایان هغه ټانکونه ویجاړوي چې د جګړې په ډګر طالبانو نیولي دي

امریکایان هغه ټانکونه ویجاړوي چې د جګړې په ډګر طالبانو نیولي دي

په افغانستان میشت امریکايي پوځیان وايي، هغه ټانګونه او پوځي موټرونه به له منځ یوسي، چې وسله والو طالبانو د جګړې په ډګر کې له افغان او امریکايي پوځیانو څخه نیولي دي.
افغانستان کې د امریکايي پوځ ویاندې ډګرمنې مارتن اوډونل د یوې مطبوعاتي اعلامیې له لارې ادعا کړې ده، چې تر اوسه د امریکا هوايي ځواک له طالبانو سره موجود ۴۰ عرادې ټانګونه په نښه کړي او ویجاړ کړي دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې په تیرو څو کلونو کې وسله والو طالبانو دغه هاموې ټانګونه او پوځي موټرې له افغان ځواکونو څخه نیولي وو، چې اوس یې امریکایان د ویجاړولو هڅې ګړندۍ کړي دي.
که څه هم امریکايي ځواکونه له وسله والو طالبانو سره د موجود هاموې ټانګونه شمېره په لسګونو عرادې څرګندوي؛ خو د افغان چارواکو ارقام بیا تردې ډیر لوړ دي.
په شمال ختیځ کې د ۸۰۸ سپین زر پولیسو قومنداني بیا وايي، چې یوازې په کندوز کې له طالبانو سره ۷۰ عرادې هاموې ټانګونه موجود دي، چې زیاتره یې د جګړو پرمهال د افغان ځواکونو پرضد کاروي.
د یو ایس ټوډې امریکايي رسنۍ د معلوماتو ترمخه امریکا له ۲۰۰۲ کال راهېسې د افغان ځواکونو په جوړولو باندې شاوخوا ۸۰ میلیارده ډالره لګولي دي او له ۲۰۰۵ کال راهېسې یې دغو ځواکونو ته ۹۵۰۰۰ پوځي موټر اخیستي دي، چې د یوه هاموې ټانګ بیه ۷۰ زره ډالر اټکل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو طالبانو په دا وروستیو کې د فراه او بادغیس ولایتونو د جګړو پرمهال له افغان ځواکونو څخه ګڼ شمېر هاموي ټانګونه او انټرنیشنل نیولي، چې ارزښت یې ملیونونه ډالره کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: