پنجشنبه , نوومبر 26 2020
کور / خبرونه / پاکستان / امریکایان ټول په یو خوله دي چی پاکستان کې تر هګر وځپې

امریکایان ټول په یو خوله دي چی پاکستان کې تر هګر وځپې

پخوانی امریکایی ديپلومات وایي امریکا ته په کار ده، چې د ترهګرو د ځپلو لپاره پر دوی په پاکستان کې بریدونه وکړي. راین کراکر چې په افغانستان او پاکستان کې د امریکا پخوانی سفیر تیر شوی وايي، د افغانستان لپاره د ټرمپ دا تګلاره سمه ده، چې د سرتېرو د وتلو لپاره معینه نېټه نه ده ټاکل شوې، خو د پاکستان په اړه د ټرمپ تګلاره سمه نه ده. دده په خبره له پاکستان سره مالي مرستې کمول دوی د ترهګرو له ملاتړه نه را ګرځوي. راین کراکر زیاتوي، امریکا ته په کار ده، څو پر پاکستان نور فشارونه وضع کړي او دغه هېواد ته خبرداری ورکړي، چې ژر تر ژره دې د ترهګرو پر ضد اقدام وکړي. کراکر زیاتوي که پاکستان دغه کار نه کوي، نو امریکا اړ ده، چې د خپل ملي امنیت د خوندیتابه لپاره په پاکستان کې د ترهګرو د مرکزونو او امنو پټنځایونو پر ضد اقدامات او نظامي عملیات پيل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: