چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / امریکایي جنرال:وسلوال طالبان په سیمه کې سیمه ییز ملاتړ لري

امریکایي جنرال:وسلوال طالبان په سیمه کې سیمه ییز ملاتړ لري

یو امریکایی جنرال روجر ټونر چې په دې وروستیو کې له هلمند ولایت بېرته امریکا ته تللی وایي، له طالبانو سره سوله شونې ده، خو ددوی سیمه ییز او بهرني ملاتړ دوی ته د سولې اجازه نه ورکوي. هغه ویلي که د بهرنیانو ملاتړ نه وي نو طالبان یوه ورځ هم جګړه نه شي کولی. د رسنیو د راپورونو له مخې ټونر ویلي، د امریکا له نوې تګلارې شپږ میاشتې تېرې شوې دي، خو لا هم د پاکستان په تګلاره کې بدلون نه دی راغلی او له وسله والو طالبانو ملاتړ کوي. دغه امریکايي جنرال هم ویلي چې روسیه له طالبانو ملاتړ کوي او دداعش د مخنیوي لپاره له دوی سره مرسته کوي. هغه همدا راز ټینګار کړی، چې د سیمې او ځینې لرې هېوادونه د خپلو ګټو لپاره طالبان کاروي او دوی ته اجازه نه ورکوي چې سوله وکړي. هغه بیا هم ټینګار کړی، چې که یوازې طالبان وای، نو سوله اسانه وه، خو دا چې طالبان سیمه ییز ملاتړ لري او سیمه ییز ملاتړي یې دوی ته د سولې اجازه نه ورکوي، نو د سولې خبرې ستونزمنې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: