واشنګټن باید دا خبره ډېره څرګنده مطرح کړي چې د سولې په صورت کې به یې ځواکونه په څومره وخت کې له افغانستان څخه وزي
واشنګتن – یو امریکایی دیپلومات وايي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلود نېټې ټاکل کولای شي افغان سولې ته لاره هواره کړي.
امریکايي دیپلومات رول مېلر چې په افغانستان او پاکستان کې یې دندې تر سره کړې دي وايي، امریکا دې د سولې د خبرو د پیل لپاره د خپلو سرتېرو د وتلو کره نېټه معلومه کړي.
د دغه دیپلومات له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، په افغانستان کې افغان حکومت او امریکا د سولې د راتګ پلویان دي خو طالبان سوله نه کوي.
رول مېلر زیاته کړې، د دې لپاره چې طالبان د سولې خبرو ته لېواله او چمتو شي نو امریکا باید دا خبره ډېره څرګنده مطرح کړي چې د سولې په صورت کې به یې ځواکونه په څومره وخت کې له افغانستان څخه وزي.
د نوموړي په خبره، د امریکا له لوري د ځواکونو د وتلو مسئله کولی شي د سولې لپاره لومړنی بستر جوړ کړي. تر دې وړاندې طالبانو هم په خپلو خبرپاڼو کې ویلي چې دوی د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې جګړه کوي او هغه مهال به سوله وکړي چې دغه ځواکونه له افغانستان څخه پښې سپکې کړي.