سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / خبرونه / پاکستان / امریکایي پلاوی د افغان سولې په تړاو پاکستان ته سفر ګوي

امریکایي پلاوی د افغان سولې په تړاو پاکستان ته سفر ګوي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې امریکایی پلاوی په همدې تړاو راتلونکې اونۍ پاکستان ته سفر کوي. په راپورونو کې راغلي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې آلیس ویلز راتلونکې اونۍ له یوه لوړپوړي پلاوي سره یو ځای اسلام اباد ته ځي. هغه به د افغان سولې او ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه له پاکستاني حکومت سره خبرې کوي. امریکايي سرچینو ویلي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې سولې ته هیلې ډېرې شوې دي او باید دغه هڅې جاري وساتل شي. بل پلو داسې راپورونه خپرېږي چې پاکستان له امریکا سره پټه معامله کړې ده خو افغانستان ددغه معاملې برخه نه دی. همدا راز شنونکي او د چارو پوهان په دې باور دي، چې پاکستان لا هم خپل دوه مخي چلند ته ادامه ورکوي او له افغان حکومت سره رښتینی نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: