پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / امریکایي ځواکونو په کابل کې یو هلک په موټر وهلی او ژلی یې دی

امریکایي ځواکونو په کابل کې یو هلک په موټر وهلی او ژلی یې دی

د کابل په مسعود څلورلارې کې د امریکایي ځواکونو موټریز کاروان یو هلک په موټر وهلی او وژلی یې دی. ویل کېږي چې پېښه نن غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې رامنځته شوې ده. عیني شاهدان وایي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یو هلک له سړک نه د تېرېدو په حال کې و. اوس ډیری خلک په یاده څلورلارې کې راټول شوي او لار یې د اعتراض په توګه، تړلې ده. امنیتي چارواکو تر اوسه د یادې پیښې په تړاو څه نه دي ويلي. دا په داسې حال کې ده چې تیره اوونۍ هم بهرنیو سلاکارانو په کابل کې دوه تنه په موټر وهلي وو چې یو یې ځای پر ځای ووژلی او بل هغه یې سخت ټپي کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *