سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / امریکایي چارواکي:اشرف غني د سولې په خبرو ځان غلی کړی دی

امریکایي چارواکي:اشرف غني د سولې په خبرو ځان غلی کړی دی

ځینو امریکايي چارواکو له نیویارک ټایمز سره په خبرو کې ویلي، چې ولسمشر غني اندېښمن دی او فکر کوي، چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو په لړۍ کې څنډې ته شوی دی. د یادو چارواکو په وینا داسې اندېښنې شته، چې امریکا به د افغان حکومت له مشورو او همکارۍ پرته مخامخ له طالبانو سره خبرې کوي او ولسمشر غني هم له دې مسئلې وېره لري. نیویارک ټایمز ته ویل شوي، چې زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني سره تر مشورې پرته له طالبانو سره په قطر کې خبرې وکړې، ولسمشر د طالبانو تر اعلامیې وروسته له دې لیدنې خبر شو، خو سره له دې هم زلمي خلیلزاد و نه غوښتل ولسمشر غني ته د یادې لیدنې په اړه معلومات ورکړي. دغه سرچینې وایي چې همدې مسئلې ولسمشر غوسه کړی دی او دا اندېښنه ورسره ده، چې ښايي په دې خبرو کې له افغان حکومت سره مشورې و نه شي. امریکايي چارواکي زیاتوي چې ولسمشر د سولې د خبرو او زلمي خلیلزاد له ګومارل کېدو هر کلی کړی دی، خو اوس داسې ښکاري چې له دې اقداماتو خوښ نه دی ځکه امریکا هر څه په خپل زړه مخ ته وړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *