سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / امریکا افغانستان ته داعش وسلوال لېږدوي

امریکا افغانستان ته داعش وسلوال لېږدوي

ایران یو ځل بیا ویلی، چې امریکا له سوریې او عراق د هیلکوپټرونو په مرسته داعشیان افغانستان ته لېږدوي. د ایران د پارلمان رییس علي لارېجاني د اروپايي ټولنې له چارواکو سره په خبرو کې ویلي، چې عربستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان د امریکا په مرسته ۳۰ کاله وړاندې په افغانستان کې د ترهګرو زړي وکرل او تر هغه یې پر فعالیتونو پټه خوله وو، چې په نیویارک کې یې بریدونه وکړل. د لاریجاني په خبره امریکا اوس هم په سیمه کې د ترهګرۍ او ترهګرو ملاتړ ده او له دوی د خپلو موخو لپاره کار اخلي. لاریجاني ادعا کړې چې امریکايان له عراق او سوریې ماتې خوړلي داعشیان د هلکوپټرونو په مرسته افغانستان ته لېږدوي. د لاریجاني په وینا نړیوال باید د امریکا ددغو کړنو پر وړاندې خپل غږ اوچت کړي. تر دې وړاندې د ایران د پوځ مشر او همدا راز ددغه هېواد ددفاع وزیر هم ورته ادعا کړې وه. روسیه هم په افغانستان کې د ناپېژانده الوتکو په مرسته د داعش وسله والو پر لېږد اندېښنه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *