پنجشنبه , جنوري 21 2021
کور / خبرونه / پاکستان / امریکا او هند د یوې نړیوالې ادارې له لوري په خړ لېست کې د پاکستان د شاملېدو هر کلی کړی دی

امریکا او هند د یوې نړیوالې ادارې له لوري په خړ لېست کې د پاکستان د شاملېدو هر کلی کړی دی

امریکا او هند د یوې نړیوالې ادارې له لوري په خړ لېست کې د پاکستان د شاملېدو هر کلی کړی دی.
د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې، دواړو هېوادونو ویلي چې پاکستان دغه کې لېست کې د شاملېدو وړ و. دوی ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ د بېخ ایستلو له پاره کافي ګامونه نه دي پورته کړي.
خړ لېست یا له ترهګرو د مالي ملاتړ کوونکي هېواد په توګه د پاکستان اعلانول پاکستان ته پنځلس میاشتې وخت ورکوي چې لازم ګامونه واخلي او که دغه موده کې دا کار و نه کړي، نو تور لېست ته به واچول شي.
په پاکستان تور دی چې د خاورې دننه یې د ملګرو ملتونو له لوري ترهګرې بلل شوې ډلې فعالیت کوي او د جګړو کولو له پاره پیسې ټولوي.
دوه ورځې وړاندې د فرانسې پلازمېنې پاریس کې یوې غونډه کې پاکستان خړ لېست ته واچول شو.
ویل کېږي، هممهاله پاکستان له دغه لېست څخه د وتلو له پاره هڅې پېل کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: