یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / امریکا: ایران د نړۍ ستر ترهګر هېواد دی

امریکا: ایران د نړۍ ستر ترهګر هېواد دی

په نړۍ کې د ترهګرو په اړه د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت کلنی راپور پرون خپور شو.

په دې راپور کې واشنګټن ویلي دي چې ایران او د دغه هېواد نیابتي ځواکونه په افغانستان، بحرین، عراق، لبنان او یمن کې په شخړو کې لاس لري.

په راپور کې ایران په نړۍ کې یو ځل بیا د ترهګرو د ملاتړ کوونکو هېوادونو د سر په کتار کې راغلی دی.

دا راپور څرګندوي چې د ایران وسله وال او د دوی ملاتړۍ ملېشه لکه حزب الله چې د سوریې په جګړې کې یې تجربې پیدا کړې دي اوس هڅې کوي په نورو سیمو کې نفوذ پیدا کړي.

د واشنګتن په راپور کې ایران په نړۍ کې یو ځل بیا د ترهګرو د ملاتړ کوونکو هیوادو د سر په کتار کې راغلی دی
د واشنګتن په راپور کې ایران په نړۍ کې یو ځل بیا د ترهګرو د ملاتړ کوونکو هیوادو د سر په کتار کې راغلی دی

د راپور له مخې د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ په نړۍ کې ترورستي بریدونه ۲۴ په سلو کې کم شوې دي چې یو اصلي علت یې دا دی چې په عراق کې بریدونه لږ شوې دي، په هغه هیواد کې چې پراخې سیمې له داعش څخه تصفیه شوې دي.

د دې کلني راپور له مخې د ترورستي ډلو له لورې د برمته کیدو پیښې هم پنځوس په سلو کې کمې شوې دي.

د امریکا د متحد ایالتونو په کلني راپور کې دا خبره هم شوې ده چې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش فعالیت خورا کم شوی دی او نژدې ټولې هغه سیمې چې په دغو دوو هیوادو کې د دوی تر واک لاندې وې هغه یې له لاسه ورکړې دي خو بل لور ته راپور څرګندوي چې په دې ځایونو کې د القاعده شبکې د فعالیت د پراخیدو نښې ترسترګو کیږي.

د امریکا د متحد ایالتونو په کلني راپور کې دا خبره هم شوې ده چې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش فعالیت خورا کم شوی دی
د امریکا د متحد ایالتونو په کلني راپور کې دا خبره هم شوې ده چې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش فعالیت خورا کم شوی دی

د القاعده تر هلو ځلو پورې له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې د امریکا یوه جګپوړي دیپلومات ناتان سیلز خبریالانو ته په واشنګتن کې وویل چې متحد ایالتونه غواړي چې پر القاعده فشار راولي ترڅو بیا په پښو ونه دریږي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت: د نړۍ ۵۹ په سلو کې بریدونه په پنځو هیوادو، افغانستان، هند، عراق، پاکستان او فلیپین کې ترسره شوې دي

ناتان سیلز زیاته کړه، که څه هم القاعده شبکه په وروستیو کلونو کې د نړۍ له خبرونو له سرټکیو لویدلې ده خو لاهم له خپل دې هدفه په شا شوې نه ده چې پر امریکا او د امریکا پر متحدانو بریدونه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په کلني راپور کې راغلې دي چې د نړۍ ۵۹ په سلو کې بریدونه په پنځو هیوادو، افغانستان، هند، عراق، پاکستان او فلیپین کې ترسره شوې دي او د دې بریدونو تر ۶۵ فیصده زیات قربانیان د افغانستان، عراق، نایجریا، سومالیا او سوریې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *